پوتین د اتومي وسلو د کارولو د احتمال د زیاتېدو څخه خبر ورکړ، وايي لیونیان شوي

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په یوه غونډه کې د‌ ګډون په مهال د روسیې او غربي هېوادونو ترمنځ د اړیکو په هکله مهمې څرګندونې وکړې، د دواړو لوریو ترمنځ د رامنځته کېدونکي احتمالي کې د اتومي وسلو د استعمال په هکله پوتين وويل؛ موږ لېونيان شوي نه یو، پدې باندې پوهېږو چې اتومي وسلې څه شی دي.‌ روسيه دا ډول وسلې لري هغه هم ترټولو ښې او پرمختللې وسلې.

خو ددې وسلو د استعمال په اړوند ښاغلي پوتین وویل چې دا وسلې به صرف روسيه د یوه برید په ځواب کې وکاروي. د بشر د حقوقو اړوند په روسیه کې يوې انلاين غونډې ته د ويډيو کنفرانس له لارې وینا کوونکي پوتین وویل؛ په نړۍ کې د اتومي وسلو د کارولو احتمال د بل هر وخت په نسبت زيات شوی دی خو روسيه به یوازې په هغه صورت کې ددې وسلو څخه کار واخلي کله چې حمله ورباندې وشي.

ولسمشر پوتين د بشری حقونو په اړوند وويل چې د بشري حقونو اړوند موجود نظر او برداشت بايد ښه وڅېړل شي، ځکه چې اوس د بشر حقوق د بشر د حقوقو څخه لرې د ډېرو مختلفو اهدافو لپاره وسیله ګرځول شوې ده.

د وینا په وروستيو کې ښاغلي پوتین زیاته کړه چې د بشر د حقوقو خبره اوس تر ډېره د غربي هېوادونو له لوري د نورو هېوادونو د دولت د فلسفې د ختمولو او ورسره د خپلو سياسي او اقتصادي اهدافو د ترلاسه کولو کارول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *