پوتین؛ د جوبایډن سره خبرو ته تيار يم پدې شرط چې امريکا
د امريکا د ولسمشر جوبایډن له لوري د پوتين سره د ليدنې د احتمال وروسته د مسکو له لوري هم ځواب راغی، د کرېملېن ویاند دیمیتري پېسکو نن وويل چې ولسمشر پوتین د جوبایډن سره ملاقات ته تیار دی.
ښاغلي پېسکو وويل؛ ولسمشر پوتين خبرو ته تیار دی، وړاندې هم هر ډول خبرو او مذاکراتو ته حاضر و او وروسته به هم حاضر وي. ده وړاندې وويل د ګټو ترلاسه کولو ترټولو معقوله لاره مذاکرات دي.
د روسیې شرط؛ د کریملن ویاند وړاندې پخپلو خبرو کې وويل چې که امريکا غواړي چې د خبرو د پيل لپاره دې روسیه خپل ځواکونه د اوکراین څخه بهر کړي نو بيا ددې ملاقات ترسره کېدل امکان نلري.
له دې وړاندې د امريکا ولسمشر جوبایډن ويلي و چې که چیرې داسې وي چې پوتین په اوکراین که د جګړې د ختمولو نیت لري نو دی تيار دی چې له پوتين سره وګوري خو واضح کړې یې وه چې تراوسه داسې نه ښکاري چې پوتین دې وغواړي جګړه پای ته ورسوي.