پوتين د هغو اتومي وسلو د فعالولو امر ورکړ چې کولی شي امریکا په

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې په اوکراین کې د خپلې خوښې پايلې ترلاسه نکړای شوې اوس یې خپلې هيلې په اتومي وسلو پورې تړلې دي، د امريکايي رسنيو د خبرونو په بنسټ روس ولسمشر ولادیمیر پوتین خپلو امنیتي مسولینو ته امر ورکړی دی چې د امریکا او برتانیا د ويشتلو ځواک لرونکې اتومي وسلې فعالې کړي.

د روسي خبریال پراودا له‌ خولې چې دا اتومي بم د هغه بم څخه دولس ځله ځواکمن دی کوم چې امريکا په جاپان اچولی و.

د روسیې له لوري په داسې حال کې دا ډول خبرونه خپریږي چې څه موده وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه بیان کې ویلي و چې تر هغه پورې چې کوم هېواد په روسیې د برید زړه ښه نکړي او د روسيې بقا له خطر سره مخ نکړي نو دوی به تر هغه پورې د اتومي وسلو څخه کار وانخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *