په ۲۰۲۰ کال کې په ځوانانو کې د زړه د حملې ۳ عمده لاملونه

نن سبا په ځوانانو کې د زړه حملې تر بل هر وخت زياتې شوې دي، دا نه یوازې چې په نړۍ کې زیاتې شوې دي په افغانستان کې هم زياتې شوې دي، د ځوانانو د زړه حملې یو غیرې نورمال کار دی او دا څو مشخص عوامل لري.

په زړتوب يا د عمر په وروستيو کې د زړه حمله د تعجب وړ نه ده، ځکه چې تر زړتوبه پورې ورو ورو د انسان د بدن غړي نور سقوط او د کار لوېدو ته تیارېږي مګر په ځوانۍ کې د زړه حمله يو غیرې نورمال کار دی او بايد چې کنټرول شي.

د ترسره شويو څېړنو په بنسټ په نوي نسل کې اوس ډېری ځوانان ټوله ورځ په کور تېروي، زیات په ټلیفون او کمپیوټر کې مصروف وي که څه رانيسي هم د انټرنټ له لارې یې رانيسي، که څه خوري هم د بيرون څخه یې راغواړي، ډاکټران وايي دا ډول په یوه ځای کېناستل هېڅ حرکت نکول ددې سبب کېږي چې د انسان په رګونو کې وينه ټينګه شي او دا پخپله د زړه حملې ته لاره هواروي.

په اوسنیو ځوانانو کې د زړه د حملې يو بل سبب زیات تشويش دی، په افغانستان کې د زړه د حملې يو عمده مشکل همدا کېدی شي، ډاکټران وايي چې د زيات وخت لپاره په پرلپسې ډول ورخطا کېدل، اندېښنه کول، د راتلونکې څخه وېره د بل چا د کم راتلو تشويش دا هرڅه په مستقيم ډول د زړه عضلات کم زوي کوي د وینې د فشار د ټيټېدو سبب کېږي د وينه پمپ کول مشکل کېږي او پدې شکل د زړه حملې ته مستقيمه لاره جوړېږي.

د زړه د حملې یو بل سبب او وروستی سبب چې په‌ دې ليکنه کې يې ذکر کوو فسټ فوډ او غوړ خوراکونه دي، ډاکټران وايي د برګرو نيمه خامې غوښې، غوړ مواد غوړ خواړه دا هرڅه ددې سبب کېږي چې د وينې غوړ ورسره زيات شي د رګونو په دېوالونو نوې طبقې جوړې شي رګونه تنګ شي او د زړه د حملې لارې چارې برابرې شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *