په یوه ورځ یې دری خويندې ځانته په نکاح کړې، مشره یې وايي

په کېنيا کې د سټېو په نامه یوه کس دری خويندې په يوه ورځ ځانته په نکاح کړې، نوموړی وايي چې دا دری خويندې یې په يوه ځای وليدې او په دريو واړو په همغه ورځ مين شو، وايي وروسته يې پلان ونیوه چې دوی دريو واړو ته د خپل زړه حال ووايي.

دی وايي کله مې چې دې دريو خويندو ته وويل چې په تاسې ټولو مين يم نو راته ویې خندل خو وروسته پوه شوې چې جدي يم ځکه ما ورسره د رسمي واده خبره وکړه. دی زياتوي چې وروسته دريو خويندو ده ته وويل چې دوی دده سره واده ته تيارې دي.

نوموړی وايي چې دا زه نه منم چې مینه دې د يوه کس سره محدوده وي وايي یو کس کولی شي په یوه وخت کې د څو کسانو سره مينه وکړي په دې کې هېڅ غلطه خبره نشته ده. دی وايي چې ددې دريو خويندو سره يو ځاي ډېر خوشحاله دی او غواړي ټول عمر ددوی سره تېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *