په ژمي کې ښځو د ځان لپاره د جنډو د سړیو اخیستل پيل کړل، داسې هېواد چې نارينه کم دي
په دې وروستيو کې چې ژمی نور رانږدې شو يوه شرکت د نجونو لپاره يا هم د ټولو انسانانو لپاره يانې کولی شي هرڅوک يې واخلي نو زيات فرمایش ښځينه ورکوي د جنډو سړي جوړ کړل، دا د جنډو څخه جوړ شوي سړي ددې لپاره دي چې په ژمي کې څوک د تنهايي احساس ونکړي او ښه خوب ورسره ورسي.
دغه د جنډو سړي تر ۲۰۰ ډالرو پورې قيمت لري او په اوس وخت کې یې ښځې د ژمي لپاره پرېمانه اخلي.دا شرکت پخپله هم د يوې ښځې دی، دا ښځه وايي چې دا د جنډو سړي یې د هغه چا لپاره جوړ کړي دي چې د يوازې والي څخه ډارېږي.
ددې شرکت مشره ښځه وايي موږ ښځينه د يوازې والي سره ډیرې راحت نه یو، دې ته اړتيا حس کو چې د شپې د يوه نارينه په څنګ کې ويدې شو. د بېلابېلو سببونو له کبله يوازې پاتې يو نو له همدې کبله دا د جنډو سړي به ددوی يووالی کم شي.
د يوې نجلۍ له لوري چې دا د جنډو سړی اخيستل شوی وايي چې په لومړيو ورځو کې يو ډول عجيب حس کاوه خو اوس ورسره ډېره عادت شوې ده.