په ډکو متيازو( غايطه مواد) کې د وينې ليدل د کومو ناروغيو پيل دی؟

په ډکو متيازو کې د وينې راتلل د روغتيايي وضعيت په هکله مهمه علامه ده او بايد جدي ونيول شي، د لويو کولمو وروستۍ برخه چې د رېکتوم په نامه يادېږي د ډکو متيازو د ذخیرې ځای دی.

په ډکو متيازو کې وينه ځينې وخت هغه مهال ليدل کېږي چې یو کس د ډکو متيازو د کولو وروسته خپلو ډکو متيازو ته وګوري او يا هم په کاغذ تشناب خپل معقد پاک کړي او متوجه شي او یا هم په خپلو جامو کې يانې په پرتوږ کې د وینې کومه نښه وويني.

په ډکو متيازو کې د وينې ليدل د لویو د وروستۍ برخې د ستونزې يانې د هېمورويډ يا بواسیر پيل يا نښه کېدی سي، يا هم په لویو کولمو کې د زخم نښه کېدی سي، او یا هم د لويو کولمو د سرطان نښه کېدی شي.

له همدې کبله که چېرې يو کس پخپلو غايطه موادو کې وينه وويني نو ددې لپاره لازمه ده چې سبب یې پيدا کړي او د سبب په بنسټ یې تداوي پيل کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *