په ځوانۍ کې دغه څلور غلط کارونه د بواسيرو سبب کېږي

بواسیر د مقعد په نل یا ټیوب کې د پړسوب لرونکو نسجونو مجموعه ده، چې په دې کې د وینې رګونه، ملاتړي نسجونه، عضلات او لچک لرونکي ریښې شاملې دي. ښایي زیاتره خلک بواسیر ولري خو نښې یې تل ښکاره نه وي او لږ تر لږه ۵۰ سلنه خلکو کې له ۵۰ کلنۍ څخه دمخه یې نښې ښکاره کېږي.

بواسیر د هغه نسجونو او رګونو مجموعه ده چې پړسیدلي وي، چې اندازه سره توپیر لري او ښایي د مقعد په ساحه کې دننه یا بهر واقع شي، چې د شدید قبض، شدید اسهال، ډېر وزن پورته کول او امیندوارۍ له امله رامنځته شي.

د بواسیر ډولونه:

بواسیر دوه ډوله لري:

۱ـ داخلي بواسیر:

دا معمولاً د مقعد باندینۍ برخه کې له دوه څخه تر څلور سانتي مترو پورې وي چې ډېر عام هم وي.

۲ـ خارجي بواسیر:

دا ښایي د مقعد په بهرنۍ څنډه کې رامنځته شي.

د بواسیر نښې نښانې:

په ډېرو مواردو کې د بواسیر نښې نښانې جدي نه وي او معمولاً له څو ورځو وروسته پخپله له منځه ځي. هغه خلک چې د بواسیر ناروغي لري ممکن لاندې نښې تجربه کړي:

۱- د مقعد په شاوخوا کې یو سخت، ممکن دردناک راوتلې برخه احساس کړي، چې ممکن وینه پکې راټوله شوي وي او هغه بواسیر چې وینه لري د (thrombosed external hemorrhoids) په نوم یادیږي.
۲- ځینې په بواسیر اخته خلک د حاجت د رفع کولو وروسته ښایي داسې احساس ولري چې تر اوسه یې حاجت نه دی رفع شوی او وینه هم راتللی شي.
۳- د مقعد شاوخوا ساحې خارښت، سوروالی او درد لري.
۴ـ د حاجت رفع کولو پر مهال درد

بواسیر هغه نښې نښانې چئ کیدای شي ډیرې جدي وي:

۱- له مقعد څخه ډیره وینه بهیدل، چې کیدای شي د انیمیا انتان لامل شي.
۲- د کولمو بې ثباتي یا د کولمو د حرکتونو د کنټرول نشتوالی.
۳- داخلي بواسیر چې د مقعد سره نږدې د پوستکي د سطحې او د مقعد دننه یو نوی چینل جوړوي.
۴- دا یو دردناک بواسیر دی چې بواسیر ته د وینې رسول قطع کوي چې د اختلاطاتو لامل کیږي لکه انفیکشن یا د وینې راټولېدل.

د بواسیر لاملونه:

بواسیر د مقعد په ښکته برخه کې د فشار د زیاتوالي له امله رامینځته کیږي. د مقعد په شاوخوا کې د وینې رګونه د فشار له امله خپریږي او ممکن پړسوب رامنځته کړي او د بواسیر سبب شي چې عام لاملونه عبارت دي له:

شدید قبضیت.
شدید اسهال.
دروند وزن پورته کول.
د امیندوارۍ پرمهال.
د حاجت رفع کولو په جریان کې فشار.
ارثي یا جینټیکي هم وي.

د بواسیر لپاره څلور ډول غوره او بد خواړه

ډېر فایبر استعمال کړئ او ډیرې اوبه وڅښئ:

دا هغه مشوره ده چې ناروغ شخص یې د بواسیر په اړه ترلاسه کوي؛ خو دا په ریښتیني ژوند کې څه معنی لري؟ نو اړینه ده چې فایبر وپېژنو.

فایبر دوه ډوله دي:

محلول کیدونکی فایبر:

محلول فایبر په اوبو کې منحل کیږي او د جیل په څېر بڼه خپلوي، چې بولې نرموي او تیریدل یې اسانه کوي، چې قبضیت له منځه وړي.

نه منحل کېدونکې فایبر:

نه منحل کېدونکې فایبر نه منحل کیږي. که چیرې تاسو په اوبو کې سپیرکۍ واچوئ، نو دا نه منحل کېږي او د سیسټم له لارې د شیانو په حرکت کې مرسته کوي.

هره ورځ باید له ۲۵-۳۰ ګرامه یا ډېر فایبر ترلاسه کړئ او په دې کې باید شاوخوا دریمه برخه حل کېدونکې فایبر وزززختدي ترڅو د قبضیت څخه د خلاصون لپاره مرسته وکړي او هره میاشت باید لوبیا، دال او نور وخورئ. همدغه راز بادام، ښوروا، سلاد او سبزیجات هم فایبر لري. بله خوا غلې دانې او مېوې هم اړتیا پوره کوي.

په بواسیر کې باید څه ونه خوړل شي؟

کم فایبر لرونکي خواړه د قبضیت لامل کېږي نو غوره به وس چې لږ یې وخورو. لکه سپینه ډوډۍ؟ شیدې، پنیر او نور لبنیات، د غوښې ډیر مصرف، پروسس شوي خواړه او د مالګې له زیات استعمال باید ډډه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *