په پکتيکا کې هم د اوبو د يو ستر بند د جوړولو چارې پيلېږي، دا بند به وکولای شي چې - Ht

په پکتيکا کې هم د اوبو د يو ستر بند د جوړولو چارې پيلېږي، دا بند به وکولای شي چې

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیکا له مرستیال والي او د هغه ولایت د سیندیزې فرعي حوزې له رئيس کتلي دي.

په دغه کتنه کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د پکتیکا ولایت د خلکو د ستونزو د هوارولو او په نوموړي ولایت کې د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په هکله بحث او خبرې اترې شوې دي.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پکتیکا ولایت مرستیال والي ته د اوبو او انرژۍ پروژو د پلې کولو په برخه کې ډاډ ورکړ او یادونه یې وکړه، چې د پلتوني بند د عملي چارو د پیل لپاره چمتووالی جریان لري.

نوموړي زیاته کړه، چې د اوبو د مدیریت او تنظیم د پروژو د پلې کولو په برخه کې به هم د شته امکاناتو په چوکاټ کې د دې ولایت د خلکو ستونزو د حل لپاره اړینه پاملرنه وشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *