په پښتورګو کې د ډبرو د موجودیت دا پینځه نښې هېڅکله له پامه مه غورځوئ
پښتورګي د انسان روغتیا لپاره ډیر اړین دی او په بدن کې مهمې دندې په غاړه لري، پښتورګي له بدن څخه زهري مواد خارجوي، وینه فلټر کوي، منرالونه جذبوي او اسیدونه خنثی کوي.
ددې ناروغۍ یوه ستونزه داده چې د کمزورۍ په حالت کې هم فعالیت کوي، دا ناروغي تر څو کلونو پورې هم پټه رامنځته کیدی شي ځکه که چیرې پښتورګي یوازې ۲۰ سلنه پاتې وي او نور له منځه تللې وي بیا هم خپل فعالیت ته ادامه ورکوي، له همدې امله د پښتورګو ناروغیو ته غلې ناروغي هم وايي.
بله ستونزه یې داده چې ددغې ناروغۍ پر مهال او ددې نښې رامنځته کېدو پر مهال که پام ونشي او سمدلاسه یې درملنه ترسره نشي بیا رامنځته کیږي.
پښتورګو کې د تیږ رامنځته کېدو لاملونه:
په کافي اندازه اوبه نه څکل، د ادرارو ځنډول، د مالګې او بورې زیات استعمال، بې خوبي، د درد درمل زیات استعمالول، میراثي ناروغي، شکر ناروغي، د خیټې ناروغي او داسې نور ډېر لاملونه لري.
د پښتورګو تیږه د تشو متیازو لارې اغیزمنې کوي، چې په هغې لاره یې وتل شونې خو ډېر ستونزمن هم دي، چې انسان له سختو دردونو سره مخ کوي.
که څه هم ددې درملنې لپاره د زیاتو اوبو څښل ښه ثابتیږي، خو که چیرې د پښتورګو تیږه د وتلو پر وخت د متیازه په لاره کې ونښلي او یا څه بله ستونزه رامنځته کړي انسان له سختو کړاوونو څخه تیروي آن چې پرته له عملیاتو ترسره کولو یې ښه کېدل ناشونې شي.
ددې ناروغۍ د دویم ځل رامنځته کېدو مخنیوي لپاره ددې نښې په پام کې ونیسئ او له رامنځته کېدو سره سم یې درمل وکړئ!
ناڅاپه سخت درد
پښتورګي هغه وخت درد کوي چې ناروغي يې سخته شي، او د څنګ خوا ته پوښتیو لاندې او د معدې او ملا ترمنځ ناڅاپه سخت درد محسوس کړي، طبي متخصصین وایي چې په پښتورګو کې د تیږې رامنځته کېدو یوه نښه داده چې پر دغو ځایونو سخت درد رامنځته کیږي چې انسان یې د کنترولو وس هم نه لري، په دې کې د حیرانۍ خبره داده چې که تیږه غټه وي یا کوچنۍ، درد یې هماغومره سخت وي، آن چې د غټې تیږې پر وخت شاید درد هم محسوس نشي.
تشو متیازو کې وینه راتلل
هر کله مو چې په تشو متیازو کې وینه راغله، ددې نښه ده چې په پښتورګو کې مو تیږه رامنځته شوې، د روغتیا متخصصین وایي چې د پښتورګو ناروغ لپاره دا خطرناکه نښه ده او سمدلاسه دې په داسې وخت کې ډاکټر ته رجوع وشي.
نورې نښې
سخت درد او وینه راتلل له ښکاره وو نښو څخه دي، خو داسې نښې هم شته چې انسان پرې د پښتورګو ناروغۍ ګمان نه کوي، لکه قۍ کول، ډېره خوله راتلل، د درد محسوسولو پر وخت رنګ ژیړ کېدل او داسې نور.. ځینې وخت د پښتورګو تیږې په پایله کې انفیکشن رامنځته کیږي چې له امله یې انسان له تبې سره مخ شي.
څنګه پښتورګو کې له تیږې راتلو ځان وژغورو؟
د روغتیا متخصصینو د پښتورګو تیږې د رامنځته کېدو مخنیوي لپاره د زیاتو اوبو څښل غوره درمل ښودلي دي، ځکه چې هایډریشن (په بدن کې د اوبو او نورو موادو مرکب دی) په پښتورګو کې د تیږې رامنځته کېدو غټ لامل ګڼل کیږي.