په نړیوال جام کې د جاپان کپتان ولې بخښنه وغوښته؟

په نړیوال جام کې د جاپان کردار د هر لوري د ستايلو او د توجو د جلب کولو و، د يوه لوري ددې هېواد ټيم ډېره ښه لوبه وکړه او ډېری غښتلي ټيمونه یې په ګونډو کړل.

د بل لوري ددې هېواد وګړو چې قطر ته د نړيوال جام د لوبو د سیل لپاره تللي و خپل نزاکت يو ځل بيا ثابت کړ او د لوبغالي کثافات یې ټول کړل.

د بل لوري یې اوس وروسته له هغه چې ټيم یې د کروشیا په وړاندې لوبه وبايلله د ټيم کپتان یې د خپلو مينوالو څخه د لوبغالي په ميدان کې بخښنه وغوښته او د درناوی او معذرت په شکل یې سر ښکته کړ او ویې ویل چې د ټولو جاپاني مينوالو څخه بخښنه غواړي چې د کروشیا څخه یې لوبه ونشوی‌ ګټلی.

جاپان يو له هغو هېوادونو څخه دی چې په نظافت کې د بل هر ملت څخه زيات حساس دي او د نزاکت او درناوي ډک ملت لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *