په ملګروملتونو ازبکستان د پاکستان په وړاندې دافغانستان سخته دفاع وکړه وايي افغانستان هېڅکله هم

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازی شتون نلري په افغانستان کې داسې يو حکومت شتون نلري چې په نړۍ کې يې يو هېواد هم په رسمیت وپیژني له همدې فرصت څخه پاکستاني حکومت ډېره ناوړه استفاده وکړه.

ددې هېواد صدراعظم شهباز شريف په ملګرو ملتونو په جار چيغې وکړې او په ټول زور سره یې وويل چې د نړۍ ټولې تر. هګرې په افغانستان کې راټولې شوې دي‌ او نړۍ یې بايد په وړاندې بې پروا پاتې نشي.

د ازبکستان د بهرینو چارو وزیر ويلادمير نوروف بیا په یوه خپله وینا کې وویل چې افغانستان ملامت کول او افغانستان ګوښې کول د هېچا په ګټه نه دي موږ نه غواړو افغانستان منزوي شي موږ غواړو افغانستان د نړيوالې همکارۍ يوه فعاله برخه وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *