په متیازو کې د پروټین راتلل، لاملونه، نښې نښانې او د حل لاره یې

ادرار یا تشې متیازې یوه طبیعي پروسه ده، دا یو سیسټم دی چې په مرسته یې له بدن څخه فاضله مواد بهر کېږي. ګردې یا پښتورګي یاهم بډوډي وینې فلټر کوي او د انسان په روغتیا کې مهم رول لوبوي، په ګردو کې د وینې کوچنۍ رګونه وي، چې ګلومیرولي (glomeruli) په نومیږي او همدا رګونه فاضله مواد بهر کوي.

ګلومیرولي له وینې پروټین جذبوي، که پښتورګي په سمه توګه کار ونکړي، نو په ادرارو کې پروټین بهر کېږي، که په ادرارو کې په زیاته اندازه پروټین اخراج شي نو دې ته پروټینوریا ویل کیږي او ډولونه یې ګلومیرولر، ټیوبلر او بهېدل.

د دې ډولونو تر ټولو عام ډول ګلومیرول پروټینوریا دی، پروټینوریا ممکن لنډمهاله شرایطو سره تړاو ولري، لکه ډیهایډریشن (اوبو کمښت) او د پښتورګو زیانمنېدل. که غواړئ پوه شئ چې په ادرارو کې د پروټین خارجېدو لامل څه دی نو دا لیکنه باید ولولئ.

په ادرار کې د پروټین لاملونه: که تاسو هم په ادرارو کې پروټین لرئ، نو اړتیا ده چې نښې نښانې یې وپیژنئ او سمدستي ډاکټر لاړ شئ ترڅو له نورو ستونزو وژغورل شئ.

ډیهایډریشن یا د بدن د اوبو کمېدل: که ډیهایډریشن لرئ، یعنې د بدن اوبه مو کمې وي نو دا په دې مانا ده چې پښتورګي مو سم کار نه کوي. ښایي د ډیهایډریشن له امله د پښتورګو درد هم ولرئ، دا د پروټینوریا یو عام او لنډمهاله لامل دی، ځکه چې بدن پښتورګو ته د غذایي موادو د لیږد لپاره اوبو ته اړتیا لري.

که په بدن کې اوبه کمې وي، نو پښتورګو ته د پروټین لیږدول ستونزمن کیږي او پښتورګي نشي کولی چې پروټین په سمه توګه جذب کړي، چې له امله یې پروټین د ادرارو له لارې بهر کیږي. د پروټینوریا نورې نښې نښانې دا دي:

ستړیا، سر درد، سر ګرځېدل یا زړه بدوالی، د تندې زیاتوالی، تور رنګه ادرار یا متیازې، د ادرار یا متیازو کمښت، د خولې یا پوستکي سپوروالی او د بدن د اوبو کمېدل ښایي نورې روغتیایي ستونزې هم رامینځته کړي لکه اسهال، کانګې کول، ډیر خوله کېدل او تبه.

د وینی لوړ فشار: د وینې لوړ فشار کولی شي چې ګڼې روغتیایي ستونزې رامینځته کړي، چې خاموشه وژونکی هم ورته وایي او د بدن ډیرې برخې اغیزمنوي او له امله یې د پښتورګو رګونه هم کمزوری کیدی شي، چې د پروټین د بیا جذبولو وړتیا کموي.

د وینې لوړ فشار په سبب پروټین ادرارو ته داخلېږي، چې ورو ورو یې اغېز له منځه ځي، که شدید وي نو د سر درد، د پوزې نه د وینې بهېدو او د ساه بندېدو لامل هم کېږي. د وینې لوړ فشار د پښتورګو د ناروغۍ، د تایرایډ اختلالونو یاهم د خوب د نشتوالي له امله رامنځته کیدلی شي.

د شکر ناروغۍ: د وینې لوړ فشار په څېر د شکرې (ډایبېټس) ناروغي هم یوه خاموشه حالت دی، په پښتورګو او سترګو هم اغیزه کوي، دا ناروغي دوه ډوله ټایپ ون ډایبېټس او ټایپ ټو ډایبېټس. که چېرته دواړه ناروغۍ یو ځای وي، نو زموږ روغتیا ته زیان رسولی شي.

د وینې لوړ شکر په حالت وینه ډېره فلټر کېږي، چې دا حالت پښتورګو ته زیان رسوي. د مثال په توګه، پروټین ممکن په ادرار کې خارج شي، په مکرر ډول ادرار کول، تنده، لوږه او ستړیا هم ورسره وي.

ګلومیرولر نیفریټس: پروټینوریا د ګلومیرولر نیفریټس یا ګلومیرولر د التهاب لامل شي، په نورمال ډول کله چې ګلومیرولي وینه فلټر کوي نو پروټینونه بیا جذبوي ځکه چې دوی وینه فلټر کوي. که ګلومیرولي زیانمن شي، نو پروټین ورڅخه تیریږي او ادرارو ته ننوځي، چې ښایي په ادرارو کې د پروټین بهر کېدو لامل شي. که حالت جدي وي باید سمدستي ډاکټر سره مشوره وشي.

د پښتورګو یا ګردو ناروغي: د پښتورګو یا ګردو ناروغۍ له امله ښایي د ساه لنډۍ، پرلپسې ادرار، ایټکۍ، ستړیا، زړه بدوالي، کانګې، د خوب ستونزې او د لاسونو او پښو پړسوب تجربه کوو او د دې ناروغۍ په لومړیو مرحلو کې د پروټینوریا لامل هم کېدلی شي.

د معافیت یا دفاعي سیسټم ناروغۍ: په بدن کې د معافیت سیسټم انټي باډي تولیدوي، چې امینوګلوبولین نومیږي، که چېرته اټو انټي باډي ګلومیرولي ته زیان ورسوي، نو د التهاب لامل کېدلي شي او ګردې زیانمنوي او د دې له امله پروټین په ادرارو کې بهر کیږي.

په ادرارو کې د پروټین نښې: که په ادرارو کې پروټین وي، نو ممکن دا نښې نښانې ولري: ځګ لرونکې ادرار، د لاسونو، پښو یا خېټې پړسوب، د شپې لخوا د عضلاتو درد، پرلپسې توګه ادرار کول، سر ګرځېدل، کانګې، یا د اشتها کموالی، نو که د ګردو کومه ناروغي لرئ، ژر تر ژره د ګردو له ډاکټر سره مشوره وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *