په لومړي ځل اوکرايني الوتکو روسیه بمبار کړه، پوتين عاجل امر ورکړی چې سمدلاسه دې

د نيويارک ټايمز د خبر په بنسټ د اوکراين بې پيلوټه الوتکو د روسیې په یوه نظامي اډه باندې بمباري کړې ده. اوکراين غواړي چې جګړه د اشغالګرې روسیې خاورې ته دننه کړي.

په داسې حال کې چې په اوکراين د روسیې د يرغل وړاندې روسي چارواکو ویل چې اوکراین به په ۴۸ ساعتونو کې ونيسي اوس چې د اوکراين د جګړې مدت د يو نيم کال څخه زيات شو روسيه په اوکراین کې د شاتګ سره مخ ده.

ويل کېږي د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین هغو کسانو ته سخت په غوسه دی کومو چې په اوکراین د بړيد لپاره دی نور هم زړور کړ او دا ډول مشورې یې ورکړی چې اوکراین د يوې يا دوو ورځو کار دی.

اوس مهال د اوکراین پوځیان د پرمختګ په حال کې دي يوه مياشت وړاندې روسيه مجبوره شوه د اوکراین د ترټولو مهم ښار خېرسون څخه په شاتګ وکړي او دې کار د اوکراین د پوځيانو مورال نور هم لوړ کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *