په عادی سترګه ورته مه ګوری !دګندنی ګټی درته ښایم

 

په ګندنه کې 90٪ اوبه ، يو ګرام پروتين ، 5 ګرامه شکر دي ، په ګندنه کې ويټامين ای ، ويټامين بي ، ويټامين سي ، کلسيم ، فوسفور ، پوتاشيم ، منګنېزم ، اوسپنه ، ګوګړ او کلورين شتون لری ، د ګندنې ځيني ګټې:

۱:- ګندنه غږ صافوي.

۲:- ګندنه بلغم خارجوي.

۳:- ګندنه کولمی پاکوي.

۴:- ګندنه شيدې زياتوي.

۵:- ګندنه شريانونه نرموي.

۶:- ګندنه د مکروب ضد ده.

۷:- ګندنه اعصاب قوي کوي.

۸:- ګندنه جنسی طاقت زياتوي.

۹:- ګندنه د غټوالي مخنيوی کوي.

۱۰:- ګندنه جسم ته ښه طاقت ورکوي.

۱۱:- ګندنه هاضمې سيستم قوي کوي.

۱۲:- ګندنه د قولنج ناروغ ته ګټه رسوي.

۱۳:- ګندنه د ګيډی څخه چنجي خارجوي.

۱۴:- ګندنه د سل(ناري رنځ) ناروغ ته زياته ګټه رسوي.

۱۵:- ګندنه دوينې لوړ فشار منظم ډول ټيټوي.

۱۶:- ګندنه د مثانی او پښتورګی التهاب سموي.

۱۷:- ګندنه دټولو چراثيميو او مرداردانو د مخنيوي لپاره مهه بلل شوي.

۱۸:- ګندنه د هغه کسانو چې وينه يې کمه وي ، هغوی ته زياته ګټه لري.

۱۹:- د ډېر سخت ټو خي لپاره تازه ګندنه د لږ څه شاتو سره ګډه کړی او سهار په نهاره یې وخوری ټوخی به مو ارام شي.

۲۰:- ګندنه د هغو کسانو لپاره چې د بندونو دردونه لري يا روماتيزمې دردونه لري ، هغوی ته ډېره ګټه رسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *