په ستوني کې مو کله کله سختوالی او درد حس کوی؟ که ځواب مو هو وي سمدلاسه دا

چای د ستوني درد لپاره ګټور دی او د چایو ډېر ډولونه د درملو ځانګړتیاوې هم لري، چې بدن ته په آرام او شفا ورکولو کې مرسته کوي. که چېرته د ستوني درد لرئ او هڅه کوئ چې دغه درد ارام کړئ نو له چای ګټه پورته کړئ، که څه هم چای د ناروغیو درملنه نشي کولی خو د ستوني درد اراموي.

چای زموږ د ورځني ژوند هغه غوره انتخاب دی چې د درملو اغېزې لري، بدن او دماغو ته ارام ورکوي او بدن دې ته چمتو کوي چې آرام وکړي.

د ستوني درد یا ټوخي لپاره:

که چېرته کومه جدي ناروغي لرئ نو ډاکټر ته مراجعه وکړئ او مشوره ورسره وکړئ؛ خو موږ دلته د چای په اړه غږیږو او ځینې بوټي چې د چای په توګه استعمالېږي، له ډېر پخوا راهیسې د درملو په توګه کارول کېږي او له بوټو تیار شوی چای د ډېرو ستونزو مخنیوی کوي، ځکه دا انټي اکسیډنټ ځانګړتیاوې لري او د ډېرو ناروغیو پر وړاندې د بدن ساتنه کوي.

د چای یوه بله ګټه ده چې د غوره غذایي توکو سربېره د ګرموالی او بخار په سبب زموږ ستونی او مرۍ پاکوي، درد مو اراموي او ژر مو رغوي. همدغه راز چای د بدن اوبه پوره ساتي او په ډول هم له ډېرو ناروغیو خوندي پاتې کېږو.

کورکمن چای:

د کورکمن چای د دودیزو درملو په توګه استعمالېږي، چې په دې وروستیو کې په غربي نړۍ کې یې په شهرت کې زیاتوالی راغلی، کورکمن بې شمیره روغتیایي ګټې لري او د ستوني درد په کمولو کې مرسته کوي.

کورکمن د کرکومین په نوم یو ګټور مرکب لري، چې دا انټي بکتریایي، انټي مایکروبیل او انټي ویروسي ځانګړتیاوې لري. کورکمن د زنجبیل یا ادرک د کورنۍ برخه ده او چای ته روښانه ژېړ نارنجي رنګ او شه بوی ورکوي، نو دا چې د ستونی درد اراموي او دغه ناروغي ختموي.

د زنجبیل یا ادرک چای:

ادرک هم یو ډول دودیز درمل دي، چې د ستوني درد ختموي او د سوخت مخنیوی کوي. دا هم د بکتریا او التهاب ضد خاصیت لري، چې په دې ډول د ستوني درد له منځه وړي، بدن ته آرام ورکوي او ترڅنګ یې د زړه بدوالي مخنیوی هم کوي.

د دارچیني چای:

دارچیني هغه مساله ده چې د التهاب ضد او انټي مایکروبیل خاصیت د لرلو په ګډون د غوره روغتیایي ګټو سرچینه ده، نو که چېرته په چای کې دارچیني اضافه شي نو کولی شي چې د ستوني سوخت او درد له منځه یوسي او که چېرته شات او شېدې هم ورسره اضافه شي نو ګټې به یې زیاتې شي.

د لېمو او شاتو چای:

که څه هم شات او لېمو د چای برخه نه ده؛ خو دا د ستوني درد لپاره ګټور وي او که چېرته په چای یو څه اندازه د لېمو اوبه او شات ګډ شي نو له دغې ستونزې مو ژغوري. ځکع چې شات د ستوني درد ته ګټور وي او لېمو ویټامین سي لري چې دفاعي سیستم پیاوړی کوي.

د شین چای ګټې:

چای د ستوني د درد د درملنې تر څنګ نورې ګټې هم لري، خو دا چې زموږ موضوع د ستونې درد اړوند دی، نو له ډېر بحث تېرېږو؛ خو دا وایو چې شین چای او د طبي بوټو چای دواړه له روغتیايي ګټو بډایه دي او ځینې ګټې یې دا دي:

د معافیت سیسټم ته وده ورکړئ التهاب کموي انرژي زیاتوي، فشار او تمرکز ښه کوي، په خوب کې مرسته کوي، ذهني فشار او اضطراب کموي او د سر درد لپاره هم ګټور وي.

د چای د ډیرو روغتیایي ګټو سربیره یوه پیاله چای د بدن او دماغ په آرامۍ او راحت کې مرسته کوي، نو که تاسو د ستوني له درد څخه رنځ وي او چای وڅښئ نو ان شاءالله چې ښه احساس به وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *