په زينو (پوړيو) د ختلو په مهال د ژر ستړي کېدو اصلي لاملونه

د ورځني ژوند ځینې کارونه داسې وي چې ترسره کول یې د ستړیا یا ساه-ساه کېدو باعث کېږو، د بېلګې په توګه په پوړیو ختل، قدم وهنه او وزن پورته کول. خو اوس روغتیاپالانو د دې لامل موندلی او دا تر یوه حده د اندیښنې وړ هم وي.

ستړیا یا ساه-ساه کېدو ته په طبي اصطلاح ډسپینیا وایي او له دې سره ځینې نورې نښې، نښانې هم وي لکه د سینې سختوالی، ساه لنډي او نور.

روغتیاپالان وایي، دا ستونزه ډېر لاملونه لري او ځینې یې د اندیښنې وړ هم وي. موږ ټول په دې پوهېږو چې تنفسي سیستم یو ډېر پیچلی سیستم وي، په دې کې زیات غړي لکه سږي، تنفسي نلونه، شریانونه، عضلې او د بدن مختلف ریسیپټرونه، چې د اړتیا په وخت کې د ساه اخیستلو چاره ترسره کوي.

ساه لنډي هغه ناروغي ده چې په هغه کې د تنفسي لارې د پړسوب له امله تنګیږي او په ورته وخت کې ډیر بلغم تولیدیږي چې له امله یې د بدن سینسرونه په ګوته کوي چې بدن په کافي اندازه اکسیجن نه ترلاسه کوي او د ساه لنډۍ په صورت کې خطر زنګ وهي.

د متخصصینو په وینا، په داسې حالت کې بایذ د دې ناروغۍ په اړه بشپړ پوهاوی ترلاسه شي او د درملنې لټه وشي، له ټولو هغو مسئلو څخه لیرې پاتې کېدل هم اړین دي چې د ساه لنډۍ د زیاتوالي لامل کیږي

معمولاً یو زیات شمېر خلک په پوړیو د پورته کېدو پر مهال د ساه لنډۍ شکایت کوي او دا بهیر دوی ځوروي، خو ځینې روغتیاپالان وایي چې دا اړینه نه ده چې دا چاره دې لویه ستونزه وګڼل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *