په دغو دریو مسلو د مېړه او ښځې اختلاف خبره طلاق ته رسوي

د نارينه ځینې غلطۍ چې په پرلپسې ډول ترسره شي داسې دي چې کېدی شي يوه کورنۍ ويجاړه کړي او بالاخره خبره تر طلاق پورې ورسوي نو نارينه و ته پکار ده چې ددا ډول اشتباهاتو څخه ځان وساتي.

د يوې کورنۍ بنسټ باور کوي کله چې په پرلپسې ډول یو کس خپلې مېرمنې ته دروغ وايي د مثال په ډول تل د خپل مالي ؤضعيت په هکله دروغ وايي خپلې ښځې ته د خپلو پيسو په هکله د خپلې ګټې د خپل مصرف په هکله ريښتيا نه وايي چې دا ډول کوچنۍ ښکاره کېدونکې ستونزه پسې لويېږي.

د خپلې ښځې په هکله نورو ته خبرې کول هغه نارينه چې د خپلې ښځې په شا پسې خبرې کوي د کور پټ راز بيرون وايي او یا هم داسې وي چې د خپلې مېرمنې څخه نورو ته شکایت کوي نو دا په لوی لاس د کور بنسټ ورانوي او د يو ځای ژوند دوام د هيلې ختمولو لپاره يو بل ګوزار دی.

ښځه د خپل نارینه څخه په ژوند لومړی شی چې توقع ترې لري اړتیا يې ترټولو زياته وي هغه مينه او علاقه ده، هغه نارينه چې د خپلې سره د مينې ښکارندويي نکوي، د هغه ښکلا د خپلې اړیکې په هکله هېڅ وخت ښه خبره نکوي ښځه ورباندې شک کوي چې ګواکي خاوند یې نور ددې څخه زړه تور شوی دی او بل یې کېدی شي د بل چا سره زړه ښه کړی وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *