په ترکیه کې په 17 کلنه نجلۍ د جن. سي تېري کوونکي افغان سزا معلومه شوه

په ترکیه کې د هغه افغان کډوال سزا معلومه شوه چې یوه 17 کلنه نجلۍ یې قت.ل کړې وه، د محمد عتیق الله په نوم دغه افغان چې د قاچاقي لارو ترکیې ته تللی و وروسته له هغه د پوليسو له لوري ونيول شو کله چې یې په يوه 17 کلنه نجلۍ عایشه ګل باندې د جن. سي تېري هڅه کوله او د عايشه د مقاومت وروسته محمد عتیق الله دغه نجلۍ په سر په یوه ډبره ووهله او قت.ل يې کړه.

پرون قاضي د نوموړي په هغه خپله وروستۍ پرېکړه صادره کړه او محمد عتیق الله ته یې د عمر بند سزا واوروله، دغه پیښه څو میاشتې وړاندې شوې وه او محمد عتیق الله په زندان کې و پرون یې قضيه پای ته ورسیده او محکمې خپله پرېکړه اعلان کړه.

د يادونې وړ ده چې په قاچاقي لارو اروپا ترکیې او نورو هېوادونو ته تلونکي ډېری افغانان په دا ډول جرایمو کې ښکېل کېږي او دې چارې د عامو افغانانو لپاره هم مشکلات پيدا کړي دی.

له دې صرف يوه ورځ وړاندې په جرمني کې يوې محکمې د دوه افغانانو په هکله د عمر قيد سزا اعلان کړه، دغه دواړو مسلمانانو افغانانو چې د افغانستان غوندې اسلامی هېواد د جرمني غوندې کفري هېواد ته تللي و خپله خور وژ.لې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *