په بدن کې ترټولو مهم ويټامين ډي، د کمښت شپږ نښې

ويټامين ډي د بدن لپاره ډېر زيات مهم دي او بدن ډېره زياته او جدي اړتیا ورته لري، که چېرې مو په بدن کې ويټامين ډي کم وي بايد خامخا یې پوره کړی.

د ويټامين ډي په کمښت چې د بدن دفاعي سيستم ضعيفېږي او انسان ژر ژر ناروغېږي، که چېرې يو کس زخمي وي يا همداسې ټپ ولري نو دا زخم او ټپ یې په ډېر ځنډ رغېږي.

انسان ستړی او خسته وي او ډېر ژر په غوسه کېږي ، هډوکی یې ورځ تر بلې کمزوري کېږي ، د بدن عضلات یې ورو ورو له منځه ځي، ددې ترڅنګ د شکر او زړه د ناروغۍ خطر هم زياتوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *