په بار بار د متيازو کولو خواهش د مثانې د ناروغيو جدي نښه باید سمدلاسه
د مثانې کمزوري اکثره د بار بار ادرارو یا تشو متیازو لامل کېږي، چې له دې امله له لږ وخت وروسته د ادرارو یا تشو متیازو د کولو خواهش پیدل کېږي. دا یوه داسې ناروغي ده چې دا مهال په نړۍ کې یو زیات شمېر خلک ترې رنځ وړي او ډېر یې له رواني ستونزو سره مخ کېږي. دوی واده یا نورو مراسم ته نه ځي او که ځي هم لومړی غم ورسره د تشناب وي او تنهایي خوښوي.
د مثانې د کمزورۍ نښې:
که چېرته په ناڅاپه ډول په پرلپسې توګه د ادرارو کول اړتیا پیدا شي نو دا په دې معنا نه ده چې د مثانې له کمزورتیا سره مخ یاست، بلکې دا ډېر نور لاملونه هم لرلی شي، د بېلګې په توګه ځینې خواړه یا د وزن زیاتوالی یا د ادرارو د بندولو هڅې او داسې نور.
د مثانې د کمزورۍ نښې نښانې عبارت دي له:
د ادرارو دومره شدید خواهش چې ځنډول یې ستونزمن وي.
په مکرر ډول د ادرارو خواهش
په ورځ کې لږ تر لږه اته ځله ادرار کول
د ادرارو د پرلپسې غوښتنې له امله د شپې خوب خرابېدل
ځینې نښې نښانې ښایي په اشخاصو کې توپیر ولري.
د مثانې د کمزورۍ درملنه:
عصبي ناروغیو متخصصین د مثانې د کمزورۍ لپاره ځینې درملنې وړاندیز کوي، چې کولي د پام وړ راحت ور په برخه کړي.
پیلوک فلور ترافي:
ډېر وخت ډاکټران د ځینو تمرینونو یا ورزشونو سپارښتنه کوي، چې په مرسته یې د بدن ښکته برخه یعني شریان پیاوړی کېږي او مثانه هم ورسره قوت مومي، چې د ادرارو د کنترول ځواک زیاتوي.
د درملو کارول
د مثانې د ضعف د له منځه وړلو لپاره، ډاکټران ځینې درمل هم وړاندیز کوي چې ټالټروډین پکې شامل دي. دا درمل د ادرارو خواهش کموي او د مثانې عضلات پیاوړي.
بوټوکس
بوټوکس د درملنې یو ډول دی چې ځینې درمل پکې د ستنې په واسطه د بدن یوې ځانګړې برخې ته داخلیږي، چې په هغه ځای کې اعصاب بندوي او دماغ ته د ادرارو کولو پیغامونه نه لیږي او دا خواهش کمېږي.
د اعصابو متحرکول:
په دې کړنلاره کې بریښنایی سیګنالونه اعصابو ته لیږل کیږي چې هغه مثانې ته ځي. په دې طریقه یو کوچنی تار له ملا سره نښلول کیږي او بریښنایي ټکان ورکول کیږي. که څه هم تر اوسه دا طریقه د مثانې په کمزورتیا کې ډېره ګټوره نه ده ثابته شوې، خو په اړه یې څېړنې روانې دي
عملیات:
د ناروغۍ د شدت له امله ځینې ډاکټران د عملیاتو په مرسته مثانه پراخوي ترڅو د ادرارو د ساتلو ظرفیت یې لوړ کړي او په مکرر ډول د ادرار کولو اړتیا کمه کړي.
د مثانې د کمزورتیا لاملونه:
پښتورګي د بدن دننه ادرار جوړوي او بیا په مثانې کې ذخیره کېږي، چې وروسته د مثانې عضلې دماغږ ته پیغام لیږي چې مغز ووايي چې ادرار وباسي. خو که مثانه کمزوري شي نو دماغو ته د پیغامونو رسونه اغېزمنه کېږي او دماغ په مکرر ډول دا پیغام ترلاسه کوي چې ادرار وباسي.
د مثانې د کمزورتیا لاملونه د ډېرو اوبو څښل، د درملو کارول، د ادرار د لارې انتان، د کافین ډېر استعمال او په مثانه کې د تیږو شتون او داسې نور.
په نارینه او ښځینه کې د مثانې د کمزورۍ توپیر:
که څه هم د مثانې د کمزورۍ نښې په دواړو یعنې ښځه او نارینه کې یو شان وي، خو لاملونه یې سره توپیر لري، په نارینه وو کې د مثانې د کمزورۍ اصلي لامل د پروستات غدې پراخوالی دی او په ښځو کې له مینوپاز وروسته د مثانې کمزوري پیداکېږي او دا په رحم کې د انفیکشن په سبب وي.
د مثانې د کمزورتیا لپاره طبیعي درملنه
ځینې محصولات کولی شي په طبیعي ډول د مثانې کمزورۍ کمولو کې مرسته وکړي.
۱- د ویټامینونو په ګډون د مګنیزیم هایدروکسایډ بډایه سپلیمنټ کارول د مثانې کمزورۍ کمولو کې مرسته وکړي.
۲- د مثانې ساحه په تېلو سره مالش کول اعصاب پیاوړي کوي او د مثانې کمزوري هم ختموي، خو که بیاهم ښه نه شوئ ډاکټر ته مراجعه وکړئ.