پلار یې په زور واده کړې وه، غوسه شوې نجلۍ د ۵۴ نارينه و سره ودونه وکړل او ټول يې -

پلار یې په زور واده کړې وه، غوسه شوې نجلۍ د ۵۴ نارينه و سره ودونه وکړل او ټول يې

يوې کوريایی ښځې چې په امريکا کې ژوند کوي په ۹ کلونو کې د ۵۴ نارينه و سره واده وکړی دی، دا چې په حيرانونکي ډول د زياتو ودونو کولو سره لېونۍ مینه لري په کيسه يې خلک نه سختۍ باور کوي.

دا وايي چې په ژوند کې يې خپل لومړی واده د خپل مور او پلار د فشار له کبله په نا رضایتی سره د يوه کوريايي سره وکړ، وايي هېڅ زړه يې نه و چې ددغه کس سره واده وکړي خو مور او پلار یې مجبوره کړه.

د ماريا يوان په نامه دا ښځه وايي چې له دې کار وروسته یې د ۴ نارينه و سره په کوريا کې واده‌وکړ وروسته امريکا ته ولاړه او هلته یې د خپل عمر په ۹ کلونو کې د ۵۰ نورو نارينه و سره ودونه وکړل.

ګاونډيان یې په کوريا کې وايي چې دا يوه ارامه نجلۍ وه خو د خپل لومړي واده څخه خوشحاله نه وه، کورنۍ يې هغه مجبوره کړه چې دا واده وکړي وروسته يې د هغه کس څخه طلاق واخيست او خپل دوهم واده يې د رستورانت د يوه ګارسون سره وکړ او بيا یې همدغسې ادامه ورکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *