پريانکا؛ د فلم په مهال ډايرکټر راڅخه د لاندينيو جامو د ښکاره کولو غوښتنه کوله، وروسته یې
د هندي فلمونو مشهورې اداکارې پريانيکا چوپړا چې اوس مهال په امريکايي فلمونو کې هم ډېره مشهوره شوې د خپل فلمي ژوند په تړاو مهم اعترافونه کړي دي.
نوموړې په یوه مرکه کې ويلي دي چې په هند کې د فلمونو ډکولو په مهال یوه ډايرکټر ترې غوښتنه کوله چې خپلې جامې دومره لرې کړي ترڅو یې دننۍ جامې ښکاره شي.
دا وايي په فلمونو کې د ترقۍ لپاره اساس د ښه استعداد په ځای ښه بدن و او ورسره دا شرط و چې يوه نجلۍ بايد د ډايرکټر او فلم جوړونکي ځینې ناسمې غوښتنې هم ومني.