پخپل بدن کې دې کوم ځاي ډېر خوښېږي؟ فرزانه پرته له شرمه ځواب ورکړ
د نورو خلکو په فزیکي بدن باندې خبرې کول اسانه خبره ده هرڅوک د يو چا په ظاهري شکل په اسانۍ سره نظر ورکولی شي يو څوک ورته بدرنګه ښکاري يو بل چاته په ساده ګۍ ګلالی يا ښکلی ويلی شي مګر کله یې چې خبر خپل ځان ته راځي بيا نو دا هرڅه دومره هم ساده نه وي چې د ځان په هکله حقیقت بيان کړي.
په دې اړوند تازه د فرزانه ناز څخه زیاتې پوښتنې شوې دي، د نوموړې د انسټاګرام په اکونټ کې ليکلي و چې دا د مینوالو پوښتنو ته نن ځوابونه ورکوي نو ګڼ شمېر پوښتنې ورڅخه شوې وې ځينې کسانو بيا دا پوښتنه ورڅخه مطرح کړې وه چې پخپل بدن کې یې کوم ځای خوښېږي.
فرزانه په يوه لنډ ځواب کې دغو پوښتنو ته ويلي دي چې خپل ټول بدن یې خوښېږي، کله چې خپلې څېرې ته وګوري نو ټوله څېره یې خوښېږي خو که مجبوره شي چې يوه خبره وکړي نو هغه به دا وي چې خپلې سترګې یې يو څه زياتې مینه ناکې ورته ښکاري.