پخپله يې اعلان وکړ: راشد خان د افغانانو لپاره غټه خوشخبري اعلان کړه

راشد خان د افغانستان ترټولو مشهور نړيوال لوبغاړی دی هغه لکه څنګه چې په کرکټ کې ستر نرم لري همداسې د یوه غټ زړه څښتن هم دی.

تازه یې اوس د هغو افغانانو د لاس نیوي عملي پيل کړی دی چې د پکتیکا په زلزلو کې یې خپل کورونه له لاسه ورکړي و او په همداسې بې سر پناه پاتې شوی و.

د ترلاسه شویو خبرونو په بنسټ راشد خان په دې ولايت کې د پينځ ويشتو کورنيو لپاره د کورونو جوړول پيل کړي دي، ددغو کورونو د جوړیدو چارې په چټکۍ د سره رسولو په حال کې دی او پلان دی چې د ژمي له سختیو وړاندې یې کورونه چمتو شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *