پخوانۍ جاسوسه: نارينه مې لومړی په ځای مين کول بيا مې د شپې

د اليا روزا په نامه یوه روسۍ چې ډېره موده کېږي په امريکا کې ژوند کوي د خپلې پټې دندې چې پخوا یې ترسره کوله حيرانونکي اعترافونه کړي دي. اليا وايي چې پخوا د روسیې د استخباراتو غړې وه او په بېلابېلو هېوادونو کې د روسیې استخباراتو ته کار کړی دی.

هغه وايي چې ډېر وخت به یې لومړی يو نارينه هدف ګرځولو هغه به یې په ځان مین کړ او وروسته به یې د هغه شخصي ژوند ته لاره ومونده ورپسې به یې ددې لارې د هغه مسلکي ژوند تر څار لاندې راوست.

دا وايي چې ددې غوندې جاسوسانو رول صرف دا وه چې معلومات راټول کړي بيا دا چې ددې معلوماتو په اساس د روسيې حکومت او د استخباراتو کسان نور څه کوي د هغوی کار دی.

وايي زموږ صرف مطلوب کس ته نېږدې کېږو د هغه شخصي ژوند کې ځای پیدا کو وروسته هغه هغه دقیق څارو او په هکله یې معلومات د روسیې مرکزي استخباراتو ته ورکوو‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *