پاکستان کې لاريونونو شدت وموند؛ سوات موټروې اور اخيستی او د اټک
په پاکستان کې د عمران خان د نيول کېدو وروسته سخت لاریونونه پيل شوي دي، دا لاريونونه چې ساری یې نه دی ليدل شوی د پاکستان په ټولو لويو ښارونو کې دوام لري.
لاريون کوونکي تر ډېره پوځي ګاډي، د پوځي مسولينو کورونه او حکومتی بنسټونه په نښه کوي، دا د پخواني صدراعظم عمران خان په نیولو کې اصلي لاس د پوځي ګڼي.
د روان تاوتریخوالي په پايله کې ددې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ګڼ شمېر بنسټونو زيان ليدلی دی، په خيبر پښتونخوا کې د سوات موټروې انتري سخته تخريب شوې ده او لاریونونه په شدت دوام لري.