پاکستان: پوځيان مو وژ.ل شوي دا پیښه تلافي نلري موږ به ژر کابل

د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک کې د تقابل وروسته د پاکستان صدراعظم شهباز شريف د‌غوسې ډکې څرګندونې کړې دي. په سپين بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ په رامنځته شوې جګړه کې تر ډېره ملکي کسان ټپیان شوي دي او ځینو‌ پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د پاکستان ځايي ويلي دي چې د افغان لوري لخوا د اغزن سيم د ټولولو کار ددې سبب شو چې جګړه رامنځته شي. په کابل کې واکمنانو بيا تراوسه پدې هکله څه نه دي ويلي. پاکستاني لوري ويلي چې د افغان لوري په بريد کې څلور ځايي کسان وژ. ل شوي او يو پاکستاني پوځي ټپي دی.

د کورنیو رسنیو د راپورونو په بنسټ په افغان لوري کې يو پوځي ټپي شوی دی او ۹ ملکي کسان ټپيان شوي دي‌ په پاکستاني لوري کې ویل کېږي د ټپيانو شمېر ۱۷ ته رسېدلی دی.

په دې اړوند تراوسه پورې په کابل واکمنې ډلې څه نه دي ويلي خو د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ويلي دي چې د افغان لوري د مشرانو څخه غواړي چې ددا ډول پېښو د نه مخنيوي ضمانت ورکړي هغه ویلي دا ډول پېښې جبران نلري او بايد په پيل کې داسې څه پېښ نشي چې بيا یې راجوړول سخت وي.

ځینې پاکستاني رسنيو داسې خبرونه هم ورکړي دي چې پاکستاني لوري په افغانستان د يرغل نيت کړی دی او دا يرغل د غچ په ډول ترسره کېدونکی‌دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *