پاکستان سعودي عربستان ته: يو څلور ميليارده پور راکړی کنه په موږ

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ددې هېواد د ډوبېدونکي اقتصاد د بچ کولو لپاره يو ځل بيا د سعودي عربستان واکمنو ته لاس په سوال شوی دی. د پاکستان مرکزي بانک د ډالرو ذخیره پخپل تاريخ کې يوه ترټولو بده ورځ تجربه کوي، ددې هېواد په مرکزي بانک کې د ډالرو ذخاير شپږو ميلياردو ډالرو ته راټيټ شوي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهان وايي د پاکستان حکومت زيات وخت نلري چې خپل ډالر ذخاير لوړ کړي ځکه دا ډالر د څو محدودو مياشتو لپاره د پاکستان چاره کولی شي چې که پاکستان سمدلاسه نور ډالر پيدا نکړي نو د سريلانکا د سرنوشت سره مخ کېدی شي.

اوس په دې سلسله کې د پاکستان حکومت د سعودي عربستان څخه غوښتي دي چې ۴ ميليارده امريکايي ډالر دی ددې هېواد په مرکزي بانک کې کېږي. تراوسه پورې سعودي عربستان د پاکستان د صدراعظم دې غوښتنې ته کوم ځواب نه دی ورکړی.

تر دې وړاندې د پاکستان صدراعظم شهباز شريف ويلي و چې عمران خان مملکت په داسې پورونو کې ډوب کړی دی چې نور ددې پورونو د ادا کولو لپاره د ټولو هېوادونو دروازو ته ودرېدل وايي اوس دوست هېوادونو ته د سلام کولو زړه نه ښه کوو ځکه هغوی فکر کوي چې موږ پور غواړو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *