پاکستان: د افغانستان څخه د بریدونو په وړاندې امريکا راسره مرسته کوي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير بلاول بهټو ويلي دي چې د امريکا متحده ايالات تيار دي چې د افغانستان د بریدونو د مخنیوي لپاره د پاکستان سره مرسته وکړي.
نوموړي په یوه بیان کې ویلي دي چې د امريکا متحده ايالاتو دوی ته د مالي مرستې ژمنه ورکړې ده او ويل يې دي چې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره به د اسلام اباد سره هراړخيزه مرسته کوي.
په دې وروستيو کې په پاکستان کې امنيتي پېښې زیاتې شوې دي، ددې هېواد حکومت په افغانستان باندې تور لګوي چې ګواکي دا بريدونه د افغانستان له خاورې په استفادې ترسره کیږي خو په کابل واکمن بيا وايي چې دا ډول خبرونه او تورونه هېڅ حقيقت نلري.