پاکستان د افغانستان سره د لوبو کولو لپاره دوه شرطونه وړاندې کړل

هند او استراليا په دې وروستيو کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم سره پلان شوې لوبې ونکړې، استراليا په رسمي ډول لوبې لغوه کړې او هند چې د سږ کال د لوبو تقسيم اوقات او پلان نشر کړ نو د افغانستان سره هېڅ لوبه پکې نه ښکارېده.

هند یو له هغو هېوادونو څخه دی چې په سخته ورځ کې یې نه يوازې چې د افغانستان لاس نيوی ندی کړی بلکې په افغانستان یې رشخند وهلی او حتی د شا له لوري یې ګوزار ورباندې کړی دی.

کله چې د افغانستان پخوانی حکومت سقوط شو نو لسګونه زرو افغانانو د هند ويزو ته مراجعه وکړه خو هند د یوه افغان ويزه هم منظوره نکړه ددې ترڅنګ یې پخوا ورکړل شوې ويزې هم لغوه کړې ان د افغانستان د ولسي جرګې يوه غړې یې په هوايي ډګر کې پرېنښوده او د افغانستان د ملي امنيت د پخواني ريس رحمت الله نبیل شته ويزه یې لغوه کړه.

تازه د پاکستان کرکټ بورډ اعلان کړی دی چې د افغانستان سره لوبې کول غواړي خو پدې شرط چې د پاکستان حکومت اجازه ورکړي او ورسره د لوبو څخه ترلاسه کېدونکي عايد چې اته لکه ډالر کېږي بايد نيمايي شي.

پخوا داسې پلان شوې وه چې افغانستان به د اسټراليا وروسته د پاکستان يوه ورځنۍ لوبې کوي او ټول عايد به یې افغانستان اخلي خو اوس پاکستان وايي چې يوه ورځنۍ لوبې نکوي ځکه چې هسې هم نړیوال جام ته پاکستان او افغانستان دواړه وتلي دي.

د بل لوري د کرکټ مبصرین وايي چې په افغانستان باندې هسې دايره نوره راتنګه ده نو د پاکستان سره اوس شل اوریزه لوبې هم ښې دي خو ترټولو ښه د افغانستان لپاره دا وه چې یو ورځنۍ لوبې وکړي او ټول عايد پخپله واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *