د پاکستان حکومت اعلان وکړ چې د ۱۲۶ هېوادونو وګړو ته به له دې وروسته د پاکستان آنلاين ويزه په وړيا ډول ورکول کيږي، دا ويزه به ددې هېوادونو وګړو ته په ۲۴ ساعتونو کې صادرېږي او دوی به هیڅ ډول فيس ادا کولو ته اړتیا ونلري.
د ويزې اپلای هم تر پخوا ساده شوی دی، پخوا به په آنلاين اپلای کې نیږدې سل پوښتنې وې چې اوس صرف ۳۰ پوښتنې دي، د افغانستان ګاونډي هيوادونه لکه تاجکستان اوزبکستان ايران په دې ليست کې شتون نلري خو افغانستان پکې ځای نلري.
د يادونې وړ ده چې د افغانستان څخه د خلکو وتل په بې سارې کچه زيات شوی د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په خبره چې يوازې تېره ورځ نېږدې يو لکو افغانانو افغانستان ترک کړ.