پاکستان افغانستان ته د خپل سفير د لېږلو په هکله خپله پرېکړه اعلان کړه نور به پاکستان
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزرات یوه وياند ویلي دي چې دوی تراوسه پورې افغانستان د خپل سفير عبدالرحمن نظامي د استولو تصميم نه دی نيولی دی.
د ياد وزارت ویاندې زهرا بلوچ په یوه کنفرانس کې د وینا په مهال وويل چې په افغانستان کې د پاکستان سفارت فعال دی نو د سفير د استولو پرېکړه لا نه ده شوې.
نوموړې وويل پاکستان د افغانستان په امنیتي وضعیت باندې نظر لري او له نېږدې یې څاري، او په عين حال کې په کابل کې د واکمنې ډلې د مسولینو سره هم په تماس کې دي ترڅو د سفير په امنیت په هکله ډاډ حاص شي.
څو میاشتې وړاندې په کابل کې د پاکستان په سفير باندې برید وشو چې په پايله کې یې د هغه یو ساتونکی ټپي شو خو پخپله یې کوم زیان ونه ليد.