پاکستانۍ کلدارې د ډالر په وړاندې د تاریخ ترټولو بده ورځ ولیده ، اوس يو ډالر
په پاکستان کې سياسي ناکراريو ددې هېواد ځپل شوې کلداره نوره هم وځپله، تازه د عمران خان د نيولو او شدیدو لاريونونو وروسته نن يو ډالر تر 300 کلدارو پورې ورسیده.
د ورځې په جریان کې د 288 نيولې تر 296 پورې پاکستانۍ کلداره د ډالر په وړاندې تبادله کېده، خو وروسته نرخ لوړ شو او يو ډالر تر 300 پورې ورسيده.
داسې خبرونه هم خپاره شوي دي چې په تور مارکیټ کې ان يو ډالر په 310 او 320 کلدارې باندې هم تبادله شوی و، پاکستان کې د پيسو د پړسوب سره د بيو لوړوالي د خلکو ژوند د سخت نه سخت کړی دی.