پاکستانی شعيب اختر؛ ويرات کولي دې نور له نړيوال کرکټ څخه تقاعد واخلي ځکه چې -

پاکستانی شعيب اختر؛ ويرات کولي دې نور له نړيوال کرکټ څخه تقاعد واخلي ځکه چې

د کرکټ په نړیوال جام کې هند د پاکستان څخه داسې يوه لوبه وګټله چې ډېرو خلکو یې لا دمخه تابيا نيولې وه چې پاکستان ته مبارکي ورکړي ځکه لوبه تر وروستيو اورونو پورې په قاطع ډول د پاکستان په ګټه روانه وه، خو د هند تکړه توپ وهونکي ويرات کولي پخپله زبردسته کارکردګۍ سره د هند لپاره د پاکستان هدف په سيستماتيک ډول را ښکته کړ او په خپله لوبډله یې فشار راکم کړ.

د ويرات کولي په مټه هند دغه مهمه لوبه د پاکستان څخه وګټله او په نړیوال جام کې یې خپل سفر ته په بريالي ډول دوام ورکړ، د پاکستان له لوري د لوبې د بایللو وروسته سمدلاسه د لوبې په لوبڅار نيوکې پيل شوې په هغه باندې تورونه پورې شول چې ګواکي د هند د کرکټ بورډ څخه يې پيسې اخیستې دي خو د کرکټ په نړۍ کې د پاکستان دغه تورونو کوم خاص ځای ونه نيوه.

د پاکستان تورونه همداسې پاتې شول او هند خپل بری د کرکټ‌ ټولې نړۍ سره يو ځای ولمانځه، په ځانګړي ډول د کرکټ د نړۍ له لر و بر څخه د ویرات کولي توپ وهنه او مدیریت وستایل شو او هغه ته د وخت د ترټولو غوره توپ وهونکي لقب هم ورکړل شو.

اوس تازه د پاکستان مشهور پخواني کرکټر شعیب اختر هم په دې بحثونو کې مداخله کړې ده او ويلي یې دي چې ويرات کولي دي نور له شل اوریز کرکټ څخه تقاعد شي او خپله انرژي دې په یو ورځنيو لوبو کې ولګوي وايي که داسې وکړي نو د سلګونو منډو ریکارډونه به په نړیوالو يو ورځنیو لوبو کې جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *