پاکستانيان کولی شي له دې وروسته په لسو ورځو کې پاسپورټ ترلاسه کړي افغانان به پوره
د پاسپورټ اخيستل په دې ورځو کې يوه ترټولو ګرمه مسله ده، په افغانستان کې اوس د پاسپورټ اخیستل د کلونو کار دی، البته که څوک ډالر ورباندې ورکوي بيا په یوه اونۍ کې اخيستل کېږي.
په ګاونډي پاکستان کې بيا عام خلک پرته له کوم مشکل څخه په لسو ورځو کې پاسپورټ اخيستلای شي د عاجلې اړتيا په صورت کې د پاکستان حکومت خپلو وګړو ته په څلورو ورځو کې پاسپورټ ورکوي.
د افغانستان پاسپورټ باندې اوس تقریباً د نړۍ هېڅ هېواد ويزه نه ورکول صرف د ډېرو زياتو پيسو يا کوم لوی دولتي سفارش په صورت کې په افغان پاسپورټ ویزه ورکول کېږي کنه اوس د نړۍ ترټولو غريب هېواد هم د افغانستان پاسپورټ باندې ويزه ورکول درولي دي خو د همدې د نړۍ د ترټولو بې ارزښته پاسپورټ ترلاسه کول هم خپلو افغانانو ته اوس اسانه کار نه دی.