پاکستان؛ په کابل کې بريد باندې سخت خواشيني شوي يو، شهباز شريف وايي چې

په کابل کې د یوه بريد په پايله کې تر سلو زيات کسان له منځه تللي دي، نن سهار د کابل په لويديځ کې په یوه ښوونيز مرکز بريد وشو چې د شديدو تلفاتو خبرونه ترې را ورسېدل.

په کابل کې موجودو بهرنيو استازوليو او نورو هېوادونو دغه بريد په سختو ټکو غندلې دی او دا يې د علم د دوښمنانو کار بللی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شريف هم دغه بريد غندلی دی او د ټپيانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده، نوموړي ويلي دي چې ځان او د پاکستان ولس د افغانستان په غم کې شريک بولي او ددې پېښې د عاملينو د عدالت ته سپارلو غوښتنه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *