پاکستان، مريم نواز: افغان لوبغاړي او منيوال دې دا ځل سم شي کنه زه ورته
د پاکستان کرکټ بورډ مشر نجم سیټي وایي چې د افغانستان کرکټ بورډ ته خبرداری ورکړی ترڅو خپل لوبغاړي کنټرول کړي او د لوبلړۍ پر مهال دې د هغوی له لوبغاړو سره جنجال نه کوي.
نجم سیټي نن د یوه خبري کانفرانس پر مهال وویل:((مونږ د افغانستان کرکټ بورډ ته وویل چې خپل لوبغاړي کنټرول کړي. موږ د ګټلو او بایللو تجربه لرو نو موږ کولی شو خپل احساسات کنټرول کړو.))
هغه افغان کرکټ بورډ ته د کم تجربه ګۍ پیغور هم ور کوي او وایي، افغانان په نړیوال کرکټ کې نوي دي، دوی باید خپل لوبغاړي کنټرول کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲م کال اسیا جام سیالیو پر مهال پاکستاني لوبغاړي اصف علي له اوټ کېدو وروسته له فرید ملک سره بد چلند کړی و، چې فرید ملک هم ورسره لفظي شخړه وکړه.
همدغه راز په لوبغالي کې د نندارچیانو ترمنځ اخ او ډب هم رامنځته شوی و، چې اوس یې د مخنیوی لپاره تدابیر هم نېول شوي او که چېرته کوم څوک په اخ او ډب ونېول شي نو جریمه به شي.