پام کوئ! که دا یوه روغتیايي ستونزه لری نو ليمو هېڅکله مه خورئ که نه پیښمانه به ياست خو -

پام کوئ! که دا یوه روغتیايي ستونزه لری نو ليمو هېڅکله مه خورئ که نه پیښمانه به ياست خو

ليمو که چېرې په مناسب ډول او اندازه وخوړل شي نو بدن ته پرېمانه ګټې لري د مثال په ډول یوه متوسط ليمو يوازې په ځان سره د انسان د بدن د ويټامين سي ورځنۍ اړتیا ۴۰ فيصده پوره کوي خو ځینې کسان چې د بعضو ناروغيو څخه شکایت لري بيا ليمو ورته مضر دی او ورسره ليمو که چېرې زیات مصرف شي خطرناک زيانونه هم رامنځته کوي.

ليمو د معدې د تېزابو کچه لوړوي او دا ددې سبب کېږي چې د معدې‌ سوخت زيات شي که له حده زیات وخوړل شي نو ان امکان لري چې د معدې‌ دېوال ته زيان ورسوي او د‌ درد سبب شي، ورسره د کولمو نورمال حرکت هم ګډوډي او د هضمې او اخراج سيستم ته زيان رسوي.

د بل لوري کوم کسان چې د معدې‌ د رېفلو مشکل لري يانې خواړه یې د معدې څخه بېرته د خوړو نل ته راځي او معدې یې سوځي نو په دې صورت کې ليمو خوړل ترټولو بد فکر‌ دی ځکه چې په ليمو کې موجود تېزاب هغه عضله چې د خوړو نل د معدې سره نښلوي را بیداروي او په بار بار بیدارولو سره دا عضله کمزورې کوي چې په پايله کې دا عضله نشي کولي خپله دنده په سم ډول ترسره کړي او خواړه هر وخت ژر ژر د معدې څخه د خوړو نل ته راشي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *