پام کوئ هېڅکله ځوانه نجلۍ دې دوه کارونو ته مه مجبوروی

د ځوانو نجونو زړونه حساس وي له همدې کبله ددوی سره په رويه کې بايد د زيات پام او احتياط څخه کار واخیستل شي، ځکه چې دوی په دې وخت کې يو متفاوت ذهنيت لري تر ډېره ورباندې احساسات غالب وي او نشي کولای چې ډېر پوخ فکر وکړي.

په‌دې وخت کې ځینې وخت ښځينه په ځانګړي ډول ځوانې نجونې د سمې خبرې څخه هم ناسمه مانا اخيستی شي، نو پدې وخت کې دوی ته بايد ځانګړی پام وشي او درک کړی شي.

په دې وخت بايد ځوانې نجونې هېڅ ډول داسی کار ته مجبوره نشي چې په زور ترسره کېږي له حده زيات بايد د يوه سي څخه منعه نشي ځکه بيا په همغه شي پسې زيات ګرځي، ورپام کېږي یې، دوی بايد درک کړی شي مجبور نشي چې دروغ ووايي.

په کور کې بايد کافي مينه ورکړل داسې نشي چې مجبور شي د بل چا په کمه توجو او مينه بازي وخوري او سمدلاسه د نورو سره ګوتې خوږې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *