ټیک ټاکي ومنله، وايي لوبه نشم کولای، ټیک کې
افغان کرکټ لوبغاړي رحمن الله ګربز ویلي دي چې د پاکستان سوپر لیګ کې یې پیل ډېر ښه و خو وروسته یې دومره ښه لوبه ونه شوه کړای او څومره تمه چې ترې کېده هغسې تمام نه شو.
ګربز وویل چې زه به هڅه وکړم چې په پاتې سیالیو کې د لوبډلې لپاره ښه توپ وهنه وکړم، د راتلونکو سیالیو لپاره به له پوره پلان سره میدان ته ښکته کېږم او هڅه به کوم چې د لوبډلې د تمې سره سمه توپ وهنه وکړم.
رحمان الله ګربز وويل چې زه له افغانستانه وچه مېوه راوړم او په اسلام اباد يونايټيډ لوبډلې کې ټول د يوې کورنۍ په څېر یو او ليګونو لوبېدل يوازې کرکټ کول نه دي، بلکې د ښې خاطرې جوړول هم مهم دي.
رحمان الله ګربز وویل چې د پاکستان پر وړاندې د سیریز نه مخکې دلته د افغان لوبغاړو شتون ګټور دی او موږ به دلته د پاکستاني لوبغاړو په اړه پوهه ولرو او موږ به لوبلړۍ آسانه وي.
هغه دا هم وویل چې اوس زما تمرکز د فرنچایز کرکټ باندې دی، چې پي ایس ایل بشپړ شي نو بیا به د پاکستان او افغانستان په سیریز تمرکز وکړم او زموږ لوبډله د پخوا په شان نه دی، ډېر تغیر مو کړی دی.