ټیک ټاکر په صفر اوټ شو، د کرکټ په ځای ماشوم ګوټۍ په ټيک ټاک کې

نن د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څلور لوبغاړو نجیب الله ځدراڼ، فضل الحق فاروقي، نوین الحق او رحمن الله ګربز په پي ایس ایل کې په یوه لوبه کې ولوبېدل او نننۍ ورځ بیا د افغانانو وه.

د پاکستان سوپر لیګ سیالیو په لړ کې نن ورځ د کویته ګلیډیټرز او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې سره مخامخ شوې، چې نجیب الله ځدراڼ او نوین الحق د کویټې او فضل الحق فاروقي او رحمن الله ګربز د اسلام اباد یونایټیډ لخوا ولوبېده.

په دغه لوبه کې کویټه ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو شل اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۹ منډې جوړې کړې او اسلام اباد یونایټیډ لوبډلې ته یې د ۱۸۰ منډو ښه هدف وټاکه.

په دغه لوبه کې نجیب الله ځدراڼ په ۳۴ توپونو د ۳ شپږیزو او ۵ څلوریزو په مرسته ۵۹ چټکې منډې وکړې او فضل الحق فاروقي د اسلام اباد یونایټیډ لپاره په ۴ اورونو کې یې ۲۵ منډې ورکړې او ۳ مهمې ویکټې یې هم ترلاسه کړې.

د ۱۸۰ منډو هدف اسلام اباد یونایټیډ په وروستي اور کې ترلاسه کړ او په دوه ویکټو یې کویټه ګلیډیټرز لوبډلې ته ماتې ورکړه، چې ګربز پکې په صفر وسوځېده او نوین الحق د کویټې لپاره ۴ اورونو کې ۳۷ منډې ورکړې او یوه ویکټ یې ترلاسه کړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *