ټويټر د امرالله صالح اکونټ بند کړ، سبب یې د هغه
ټويټر د شمالي ټلوالې د مهم غړي امرالله صالح اکونټ تړلی دی، نوموړي پرون د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم په غړو باندې غیرې واقعي نیوکې وکړې او د هغوی سره یې بې شرمه ناندرۍ پيل کړې.
په ټولنيزو رسنيو کې افغانانو د شمالي ټلوالې ددې غړي په وړاندې سخت غبرګون وښود او د امرالله صالح څرګندونې یې د افغانستان د ملي ګټو خلاف وبللې.
د ټويټر کمپنۍ دقیق نه دي ويلي چې د صالح اکونټ ولې بند شو او ترڅه مودې پورې به بند وي خو په ټولنيزو رسنيو کې د هغه د اکونټ تړل ستايل شوي دي.
د چارو پوهان وايي صالح ټويټر د تاوتریخوالي د تشويق لپاره کاروي او خشونت ته لمن وهی د همدې کبله دا ښه ده چې د نوموړي اکونټ تړلی پاتې شي.