ټول خلک یې ۲۰ کلنه بولي خو واقعي عمر یې خلک هک حيران کړل

په جاپان کې يوې ماډلې د ژوند یو داسې طرز غوره کړی دی چې دا یې دومره ځوانه ساتلې ده چې هېڅوک باور ورباندې نکوي، د ريسا په نامه دا جاپانۍ ماډله چې په ټولنيزو رسنيو کې په لکونو څارونکي لري او روزانه خپل انځورونه او ويډيو ګانې خپروي د هېچا په خيال کې د ۲۰ کلونو زيات عمر نلري مګر واقعيت ددې سره ځمکه او اسمان فرق لري.

دا مېرمن چې ټول خلک فکر کوي عمر یې شل کاله دی يا د شلو او ۲۵ ترمنځ دی په حقيقت کې پوره ۵۱ کلنه ده، نوموړې په د خپل ځوان پاتې کېدل په هکله خپلو مينوالو ته مشورې هم ورکوي خو ډېری خلک حیران دي او وايي چې باور یې نه کېږي چې دا مېرمن به ۵۱ کلنه وي.

ريسا وايي چې دا هڅه کوي تل طبعي خواړه وخوري، وايي مېوه زياته خوري هغه خوړو ته په خپل دسترخوان کې ځای ورکوي چې ښه انتي اوکسيدان ولري د جلد د مراقبت په هکله هم منظم پلان لري وايي په منظم ډول د خپل جلد مراقبت کوي تل یې خپل جلد مرطوب او نم لرونکی ساتي.

په ټولنيزو رسنيو کې یې مینوالو او نورو خلکو ورته صد آفرین ويل او ددې دا بريا یې ستایله. یوه مینوال يې ورته ليکلي و؛ زه څلوريشت کلنه يم خو زما څخه ځوانه ښکارې يوه بل مینوال يې بيا داسې ليکلي و؛ دا به يوه ټوکه وي امکان نلري چې د ۲۵ کلونو څخه دې عمر زيات وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *