ټايلنډ بهرنيانو ته د لس کلنې ويزې ورکولو شرایط په ډاګه کړل
ټايلنډ د بهرنیانو لپاره د لس کلنې ويزې نوی پروګرام اعلان کړ، ددغه هېواد حکومت تمه لري چې یو میلیون بهرنیان به ددغه ويزې د ترلاسه کولو دوی ته مراجعه وکړي. دا لس کلنه ويزه به ملتيپلای اېنټري وي او يو کس به کولی شي هر وخت ورباندې تايلنډ ته دننه او ووزي.
د ټايلند حکومت وايي کوم کسان چې د کال ۸۰ زره ډالر عايد ولري او دا ثابته کړي نو دوی به ددغه کس لپاره دا لس کلنه ويزه منظوره کړي. د همدې ترڅنګ حکومت دا انتخاب هم وړاندې کړی دی چې کوم تقاعد کسان د کال ۸۰ زره ډالر عايد ولري هم کولی شي دا ویزه ترلاسه کړي.
ټايلنډ چې د جنوبي اسيا دوهم ستر اقتصادي قدرت دی په دې وروستيو کې د نړیوالو لپاره د ګرځندوی ترڅنګ د سوداګرۍ او تجارت لپاره هم په ستر مرکز بدل شویدی.