يو روغ نارينه بايد په ورځ کې څومره مني يا سپرم توليد کړي؟ -

يو روغ نارينه بايد په ورځ کې څومره مني يا سپرم توليد کړي؟

هر نارينه پخپل بدن کې په مناسبه اندازه سپرم يا مني توليدوي، سپرم يا مني که د یوه لوري ددې لپاره اړين دي مې تولید نسل وشي او ورسره جن. سي ژوند وپالل شي د بل لوري سپرم چې د څه شي څخه جوړېږي يانې ټېسټېسټېرون هورمون هغه د بدن د نورو غړو او سيستمونو لپاره هم ډېر زيات مهم او ګټور دی.

ددې لپاره چې یو نارينه وکولای شي خپله مېرمن حامله کړي او خپل تولید نسل ته دوام ورکړي نو ددې لپاره پکار ده چې ښه او روغ سپرم ولري په ځانګړي ډول دا سپرم يا مني بايد حرکت کوونکي وي او د حرکت وړتیا یې ډېره لوړه وي.

دا پوښتنه چې یو نارينه په ورځ کې څومره مني يا سپرم توليدوي مستقيم يا نغد ځواب نلري خو سائنس پوهان وايي چې يو روغ او نورمال نارينه په ورځ کې د 70 ميليونو نيولې تر 150 ميليونه سپرم توليدوي. ددې لپاره چې هر سپرم ښه خپل رسېدلي عمر ته ورسیږي نو د انسان بدن ددې لپاره لسو اونيو ته اړتيا لري‌.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *