يو حکیم وايي؛ ښځه د خاوند څخه دا دری غوښتنې لري چې خاوند یې ورباندې ځان نه پوهوي

دا چې ښځينه ځینې خبرې په ښکاره نه کوي نو نارينه و ته داسې يو ذهنیت او سوچ پیدا شي چې ګواکې ښځې خوشحاله دی او يا هم هېڅ غوښتنه نه لري چې دا يو خور غلط سوچ دی، خدای پاک ښځو ته لوی صبر او زغم ورکړي دی ځکه ډېر وخت ښځې دې ته په تمه وي چې خیر دی خاوند به یې پوه شي.

پدې هکله يو حکيم وايي چې ښځې د نارينه و څخه دری تمې يا دری غوښتنې لري چې هيله لري دا غوښتنې یې نارينه د وخت په تېرېدو دوی سره ومني او يا حداقل پوه شي چې ددوی مېرمنې ده غوښتنې او هيلې لري چې بايد مېړه یې ور پوره کړي.

لومړی دا چې نرم مزاجه دي، فطرت یې نرم دی همداسې پيدا شوې دي نو د نارينه څخه هم توقع لري چې ددوی سره نرم رفتار وکړي او هېڅکله په دوی باندې غوسې او چيغې ونکړي. دوهم دا چې ښځې خپل خاوند ته عموماً وفاداره وي او صرف د خپل خاوند مينه په زړه کې ساتي له همدې کبله د خپل خاوند څخه هم هيله لري چې صادق او وفادار اوس او هېڅکله د بلې ښځې خیال په زړه کې رانه ولي او دریمه هم دا چې ښځې غواړي چې خپل خاوند یې دوی په هرڅه کې لومړیتوب ورکړي او په ژوند کې ېې لومړیتوب دوی وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *