يوې هندۍ اداکارې د اسلام لپاره فلمي نړۍ پرېښوده وايي غواړم دا تريخ حقيقت بیان کړم چې -

يوې هندۍ اداکارې د اسلام لپاره فلمي نړۍ پرېښوده وايي غواړم دا تريخ حقيقت بیان کړم چې

له زایره وسیم او ثنا خان وروسته یوې بلې هندي اداکارې هم د اسلام په خاطر د فلمي صنعت پریښودو اعلان وکړ؛ وایي چې انشاء الله زه به خپل راتلونکی ژوند د اسلامي لارښوونو او د الله تعالی د احکامو مطابق تیروم.

د بهوجپوري فلمي صنعت مشهوره اداکارې سحر افشان د تل لپاره د اداکارۍ نړۍ ته مخه ښه وویله؛ هغې د خپل انسټاګرام د پوسټ له لارې له فلمي صنعت نه د مخه ښې اعلان وکړ.

سحر افشان لیکلي چې زه غواړم تاسو ټولو ته خبر درکړم چې ما پریکړه کړې چې فلم صنعت پریږدم او نور به ورسره هیڅ تړاو نلرم. هغه وویل چې انشاء الله زه به خپل راتلونکی ژوند د اسلامي لارښوونو او د الله تعالی د احکامو مطابق تیروم، له خپل تیر ژوند څخه توبه وباسم او له الله تعالی څخه بخښنه وغواړم.

سحر افشان لیکلي دي چې په فلمونو کې د کار کولو پرمهال مې ډېر شهرت او شتمني ترلاسه کړه، خو زه به تل ځورېدم ځکه چې ما په ماشومتوب کې د داسې ژوند تصور هم نه و کړی، بس په اتفاقي ډول فلمي نړۍ ته راغلم او اوس غواړم دا هر څه پرېږدم.

هغې زیاته کړه چې زه له تاسو ټولو څخه غوښتنه کوم چې دعا راته وکړئ چې الله تعالی ماته صبر او ښه ژوند راکړي. زه هیله لرم چې ما به د تیر ژوند په سبب نه، بلکې د راتلونکي ژوند په خاطر یاده کړې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *