يوې ناوې د واده په ورځ ماشوم نړۍ ته راوړ خاوند یې سمدلاسه پاڅېده او -

يوې ناوې د واده په ورځ ماشوم نړۍ ته راوړ خاوند یې سمدلاسه پاڅېده او

په هالنډ کې يوې ښځې د خپل ژوند ترټولو خوږې دوې شېبې يو ځای تجربه کړې، د نيکولې او مارک په نامه دوه مینان چې د واده پر ورځ د لسګونو میلمنو په وړاندې ولاړ و چې دداسې يوې شېبې سره مخ سول چې هېڅ يې هم فکر نه و کړی. دوی دواړو ښه په مينه د يو بل سره واده کړی و او د واده نېټه یې چې ټاکله نو تر هغه مخکې يو ځل ډاکټر ته ولاړل او هلته یې د ډاکټر څخه مهمې‌ پوښتنې وکړې.
دوی ډاکټر ته وويل چې واده یې نېږدې دی غواړي پوه شي چې دقیق به یې ماشوم څه وخت نړۍ ته راشي، ډاکټر دوی ته وویل چې د ماشوم پیدا کېدو ته تراوسه پورې پينځه اونۍ پاتې دي.
وايي له همدې کبله دوی یوه اونۍ وروسته خپل واده پيل کړ، د واده په جريان کې ناوې ناڅاپه د شديد درد څخه شکایت پيل کړ او داسې ښکاریده چې ماشوم پیدا کېږي دوی سمدلاسه روغتون ته ولاړل او ماشوم په روغتون کې نړۍ ته راغی.
ددوی د کورنۍ ځینې غړي هم روغتون ته ولاړل او دوی دواړو په روغتون کې یو بل ته د واده قبولی بيان کړه، مېرمنې يې وویل چې دا ورځ به یې هېڅکله هېره نشي چې په یوه ورځ هم د خپل مين سره یو ځای شوه هم مور.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *