يوې ايټالوۍ پوتين ته جګړ.ې درولو په مقابل کې د يوې شپې تېرولو وړانديز وکړ

د ايټاليا هېواد يوې مېرمنې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين ته وړانديز کړی دی چې په اوکراین کې جګړې ته د پای ټکی کیږدي دا به یې په بدل کې د پوتین سره يوه شپه تېره کړي. هغه ويلي دي چې هم د اوکراین هم د روسیې هم د نورې نړۍ ټول خلک سوله غواړي نو که پوتین ددغه سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي زه تیاره يم چې يوه شپه د پوتین سره تېره کړم.

د Cicciolina په نامه دې مېرمنې پوتين ته دا وړانديز په داسې حال کې کړی دی چې په اوکراین کې د روسیې پوځ د پرلپسې شاتګ په حال کې دی او د اوکراین پوځ د روسیې څخه د خپل هېواد ډېری سیمې بېرته نیولې دي.

د نوموړې دا وړانديز په ټولنيزو رسنيو کې ترېنډ دی په زرګونو خلکو ورباندې تبصرې کړې دي ځینو ورڅخه رشخند او ټوکې ټکالې جوړې کړې دي او ځينې نورو بيا دا کار غیرې واقعي بللی دی او ويلي یې دي پوتين پرېکړې د یوه شپې تېرولو په اساساتو نه ترسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *